ایکناد الجزیره له قوله راپور راکړی، د عزالدین قسام کنډکونو مسئولانو په یوې اعلامیې خپرولو سره دپه طوفان الاقصی عملیاتو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د پوځ پر مورچلو او مرکزونو په لور خودکش ډرونز دتوغولو خبر ورکړ.
په دغې اعلامیې کې همداراز وئيل شوي دي ،چې توانیدلي یوو،په نیواکي ټاټوبو کې صوفا، کیبوتس ، حولیت او ویتید پوځي مرکزونو ته نفوذ وکړو او خپلو مبارزانو ته تجهیزات او وسلې ورسوو.
صهیونیسټي رسندویو هم اعلان کړی دی چې د حماس مبارزان هماغه راز په ځينو صهیونیسټي ښارګوټو کې موجود دي او پر صهیونیسټانو حملې کوي.
د حماس غورځنګ د اوسنۍ بریا یعني په طوفان الاقصی عملیاتو کې ډرونز ډير مهم رول لوبولی دی، ددغو ډرونز په اړه یوه لنډه شان ویډیو هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
https://iqna.ir/fa/news/4173762